IL ROS - Innebandy

Leder: Bjørnulf Hannevold
Telefon: 903 60 846
Kontaktperson: Bjørnulf Hannevold
Telefon: 903 60 846

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Innebandy

اینه بندي [Innebandy] یو سپورت دې چې په یو لوڅ میدان کې د لوبې د مخصوص توکې چې د پلاستیک او یا کاربن څخه جوړ شوې وي لوبول کیږي. د توپ څخه چې کار اخیستل کیږی یو کوچنی توپ ده چې د گڼ شمیره سوری لري. د لوبې میدان 40 x 20 متر او د یو څیز په واسطه محاط شوې وي چې تقریباً 50 متره جگ والې لري او کونجونه یې گرد وي. هر ټیم 5 لوبغاړي لري او یو ګول لري چې ګول کیپر یې د اینه بندی د لرګي څخه پرته د خپل د ګول ساتنه کوي.

یوه اینه بندی [Innebandy] مسابقه معمولاً په درې دورو کې چې هره دوره یې 20 دقیقې ده لوبول کیږی، او یوه مسابقه د دوه نِفري یا ممیزانو په واسطه رهبری کیږي. گول کیپر د مخ ماسک لري او د میدان لوبغاړي چې عمر یې د 19 کلونو څخه ټیټ وي محافظتی عینکې هم کاروي. ډیر نږدې تماس منع ده ځکه چې د میدان لوبغاړي محافظتی اسباب اغوستي نه دي. هدف د لوبې داده چې د مقابل جانب په گول کې ګول ووهي. یو ګول یوازې د لوبې په توکي وهلی شي او یوازی گول کیپر کولاې شي چې په لاسونو په گول کې د توپ ممانعت وکړي. هغه ټیم چې ډیر گولونه ووهي د لوبې وړونکې بلل کیږي. که چیرته لوبه د درې ځله لوبو څخه وروسته بی نتیجه اعلان شي نو د لوبې وخت د 10 دقیقو لپاره زیاتیږي. که چیرې لوبه بیا هم بی نتیجې پاتې شي نو لوبه د پینالتي د ګول وهلو په واسطه فیصله کیږي.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto