IL ROS - Boksing

Leder: Tomm Sande
Telefon: 474 87 210
Kontaktperson: Tomm Sande
Telefon: 474 87 210

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Boksing

بکس یو رزمی سپورت ده چې د انفرادی کسانو په مینځ کې ترسره کیږی. په سیالې کې سیالې کوونکي د د سوک وهنې دستانې کاروي، خو اغیږې نیول او د پښې کارول منع دي. د بدن کنترول او نور قابلیتونه لکه د بدن هم غږي، عکس العمل او توازن ساتل ډیر ضروری دي چې په تمرین کې کیدای شې چې پرمختگ وکړي او قوي شي.

د سوک وهنې سیالې په یوه مربع رینگ کې تر سره کیږي چې هدف په کې دا ده چې مقابل طرف په سوکونو د بدن په پورتنې برخه کې ووهل شي. یو شمیر ضربې / وهل کولاې شي چې وکارول شي لکه هوک، سوینګ سټوک او اپرکټ. نظر د سوک وهنې کلاس ته د سوک وهنې سیالې د 3 - 10 دورو پورې وي چې هره دوره د 2 - 3 دقیقو دوام پیدا کوي. د سیالیو مشر په رینگ کې سیالې رهبری کوي او یو نفری یا ممیز د رینګ څخه د باندې ناست وي او لوبه څاري او ضربې شمیري او لوبغاړو ته نمرې ورکوي. بهترین سوک وهونکې له هر دور څخه 10 نمرې اخلي او یو لوبغاړې کولاې شي چې د ډیرو نمرو اخیستلو سره او یا د مقابل جانب چپه کولو سره سیالې وګټي. د ناک اوټ څخه مطلب دا ده چې لوبغاړې د خپل حریف د بکس په وهلو سره په ځمکه وغورځوي او یا خپل حریف په بله توګه د لس ثانیو په مینځ کې د سیالې څخه وغورځوي. که چیرته یو لوبغاړې و نه شي کولاې چې سیالې ته دوام ورکړي نو حریف یی سیالې وړې ده.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto