Nesøya IL - Ishockey

Leder: Lars Mørkås
Telefon: 469 75 252
Kontaktperson: Lars Mørkås
Telefon: 469 75 252

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Ishockey

د یخ په سر هاکي یو ډول د ټیم سپورت دی چې د دوه ټیمونو تر مینځ چې په دوه ګولونو سره د یخ په سر لوبیږي. هره لوبډله معمولا له 25 لوبغاړو څخه جوړه وي، چې په یوه وخت کې 5 لوبغاړې او یو ګول ساتونکی په میدان کې وي. دې دوو ټیمونو هدف د کلبونو (د هاکی لرگي) په مرسته هر ټیم هڅه کوي چې مخالف گول ته یو پک (د یخ په سر د هاكى دلوبې ربړي غونډاري) گول کړی. هر لوبغاړی مناسب محافظتي تجهیزات لري ترڅو د ټکر په حالت کې او یا د یخ په سر د لویدلو په وخت کې د زخمي کیدلو مخه ونیسي. دا د تیز سرعت او شدت سره یو سپورت دی چې خپل مقررات لري او د دې لپاره چې لوبه عادلانه وي نو نوموړي مقررات باید مراعات شي، بلکه دا مقررات د حادثاتو او زخمی کیدلو د مخ نیونی لپاره هم دي.

د یخ په سر هاکي له لارې ، تاسو به ډیری په زړه پوري تجربې ولرئ تر لاسه کړې، او تاسو به د ملګرتیا، او خوښۍ او مهارت احساس هم وکړې. د یخ په سر هاکي سپورت د آیس سکیټینګ، د هاکی لرگې او د هاکی پک یو ترکیب ده، چې دا ددې باعث کیږي چې دغه سپورت له ډیرو نورو سپورتونو څخه توپیر لري، نو د یخ په سر هاکي ددې لپاره ډیر په زړه پورې ورزش شمیرل کیږي. ددې په څنگ کې دغه لوبه د لوبغاړي توازن ساتل، حرکات، همغږي او ثبات پیاوړې کوي، چې دغه مهارتونه وروسته په ژوند کې ډیر ګټور وي.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto