Holmen Tennisklubb

Leder: Nils Axel Hveding
Telefon: 900 83 275
Kontaktperson: Nils Axel Hveding
Telefon: 900 83 275

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Tennis

ټینس د دننه یا باندې د توپ - لوبه ده چې د دوه ټیمونو لخوا په هر ټیم کې د یو یا دوه لوبغاړو سره لوبیږي. ټینس د 23,77 مترو په اوږدوالي د ټینس په میدان کې لوبیږي، او د لوبې لپاره تجهیزات چې کارول کیږي یو تار لرونکی ریکیټ او سپین یا ژیړ ربړ توپ دی. د ټینس په لوبه یو جال ده او توپ ددې جال له سر نه له یوه میدان څخه بل میدان ته د دوه ټیمونو لوبغاړو په واسطه وهل کیږی. د توپ باید په مستقیم ډول او یا په ځمکه یو ځل لږیدونه وروسته د حریف میدان ته بیرته واچول شي.

په ټینس کې، تاسو باید په سرعت حرکت وکړئ، او ددې لپاره چې تاسو د ټینس یو ښه لوبغاړې شې نو سرعت او تحمل له همدې امله مهم دی. سربیره پردې، قوت په ځانګړي توګه په مټونو کې، د جال په بل اړخ کې د توپ وهلو لپاره مهم ده. د توپ تبادله کول داسې پیل کیږي چې یو لوبغاړي توپ د خپل سر نه پورته غورځوي او بیا یې په ضربې سره د حریف میدان ته ووهي. د توپ تبادله تر هغه وخته دوام لري یو لوبغاړی نشي کولی بال بیرته راستون کړي او پدې توګه نمره له لاسه ورکړي. په ټینس لوبه کې، پایلې په لوبه او د لوبې ترتیب او بستې سره تړن لري. هلکان پنځه یا درې بستې یا سیټونه لوبې کوي، پداسې حال کې چې نجونې یوازې درې بستې سیټونه لوبوي. سیټونه د ګیم څخه جوړ دي او که تاسو د څلور بال تبادله وګټئ مخکې له دې چې مخالف درې وګټي، نو تاسو یو ګیم گټلې ده. یوه سیټ د لومړي لوبغاړي لخوا هغه وخت ګټل کیږي چې شپږ ګیمونه وګټي پرته له دې چې بل لوبغاړی له څلورو څخه ډیر ګیمونه گټلي وي. که تاسو دوه یا درې سیټونه وګټئ، نو تاسو لوبه ګټلې.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto