Asker Skiklubb - Kajakk

Leder: Håkon Korsvold
Telefon: 990 19 143
Kontaktperson: Håkon Korsvold
Telefon: 990 19 143

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Kajakk

قایق یو په زړه پوری سپورت دی چیرې چې تاسو په اوږده او تنګ کښتۍ کې په اوبو کې پارو وهې او کښتې چلوئ. په قایق کې تاسو د پارو سره پیډل یا پارو وهې چې په دواړو سرونو کې د پارو تیغ لري. د قایق پارو وهل د بدن لپاره ښه روزنه ده ځکه چې پښې، لاسونه، خیټه او ملا باید فعاله وي. د فزیکي فعالیت سربیره ، قایق لوبه د آزاده فضا یوه عالي لوبه او مصروفیت هم دی چې تاسو ته ډیری عالي طبیعي تجربې درکوي.

د قایق لوبه هم د نوي پیلونکو لپاره او هم د با تجربه کسانو لپاره چې هر عمر ولري شتون لري او ددې ترڅنگه نوموړې فعالیت په مختلفه کچو هم نمایش کیږي. که تاسو پخپله قایق نلرئ نو تاسو کولی شئ له کلب څخه یی په کرایه واخلې، او د کرایې لپاره کلپ هم د نوي پیلونکو لپاره کښتې، ګړندي کښتۍ، او همدارنګه هغه کښتۍ شتون لري چې د معلولیت لرونکو خلکو لپاره مناسبې دي. د قایق چلولو په یو کلپ کې د فعالیت مختلفې کچې شتون لري، ځینې په فعال توګه په آرامه اوبو تمرین کوي، ځینې د قایق چکر وهی او لنډ سفر کوي او ځینې یې د ماراتون د قایق د لوبو په سیالې باندې تمرکز کوی او په کې ونډه اخلي. له همدې امله د قایق لوبه یو خلاص او ټول شموله چاپیریال لري چیرې چې هر چا ښه راغلاست ویل کیږي.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto