Asker Skiklubb - Bandy

Leder: Cathrine Os
Telefon: 917 68 605
Kontaktperson: Cathrine Os
Telefon: 917 68 605

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Bandy

باندی د بال سره ډلییزه (ګروپی) لوبه ده چی د یخ پر میدان لوبیدل کیږی، لوبغاړی د یخ پر سر سکیټ کوی او د هاکی د لرګیو په مرسته بال کنترولوی. هره یوه ډله د یو ګولکیپر چه پرته له هاکی لرګیوی وی او لس نور بهرنی لوبغاړو نه جوړه شوی ده. د لوبه موخه دا ده چی توپ د سیال ګول خواته وه ویشتل شی.

د باندی لوبی توپ کوچنی دی، پلاستیکی پوخ لری او ۶،۵ سانتی متره یی قطر دی. دا توپ روښانه سور رنګ لری چه په اسانی سره لوبغاړو او ننداره چیانو ته معلومیږی. سربیره له سکیټ نه لوبغاړی خولی او نور محافظتی کالی د ټپی کیدو د مخنیوی لپاره اغوندی. باندی لوبه معمولا دوه مودی لری، هره یوه یی ۴۵ دقیقی ده. د ځوان لوبغاړو لپاره دا موده کمه شوی هره یوه موده به ۲۵ دقیقی وی. ګولونه او منډی صرف د لرګیو په وسیله اخیستل ګیږی. او صرف ګولګیپر ( توپ نیونکی) اجازه لری چه توپ په لاسونو باندی ودروی او د ګول مخه ونیسی. هر هغه لوبډله چی ډیری نمری واخلی د لوبی ګټونکی به وی. که پایلوبی که دواړه لوبډلی مساوی نمره ولری بیا اضافی وقت ورکول کیږی. او که لوبه پس له اضافی وخت نه بیا هم مساوی پاتی شی د لوبی ګتونکی به د پینالټی سیالی په واسطه اعلان شی.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto