Hurdal Paintball Klubb

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Paintball

د هلګن [Helgen] سپورتی ټیم، په ناروې کې د یوازینۍ سپورت ټیم په توګه، چې د پینټبال وړاندیز لري. مونږ تقریباً 10 کاله په دغه لوبه مصروف یو. پینټبال یو فعالیت یا ورزش ده چې لوبغاړي په کې ماسک، نښه ویشتونکې اسلحه (هغه څه چې تاسو پری ډزې کوئ) او د توپونو شاجور. توپ هغه وخت ماتیږي کله چې په په نښه شوي سیز باندی ولګیږي او یا په داسی نورو شیانو باندی ولګیږي. وړاندیز د هر هغه چا لپاره دی چې غواړي یې، پرته له دې چې عمر (یوازې ماسک ورته مناسب وي او په مخ یی جوړ وي) او جنسیت ته تړون ولري.

مونږ د 9 نه تر 50 کلونو عمر لرونکي لوبغاړي لرو، چې هم هلکان او هم نجونېې په کې شامل دي. بعضی لوبغاړي د وخت د تیرولو لپاره راځي او لوبی کوي او بعضی یی په فعال توګه په ټورنمنټونو کې ونډ اخلي. په ټورنمنټ کې ونډه اخیستل د خپل په خوښه دي. مونږ په ځنگله کې د لوبو ځاې لرو او د ټورنمنټ لپاره ځاې هم لرو. تمرین کله چې واوره ویلی شی پیل کیږی او د اوکتوبر میاشت کې سر ته رسیږي. ټول، چې په هره سویه وي، کولای شي چې ونډه واخلی او لوبه وکړي! با تجربه لوبغاړي د نوی پیل کوونکو سره مرسته کوی او هغو ته زده کړه ورکوئ مونږ د لوبو وسایل لرو او په وړیا توګه یی قرض ورکوو، لیکن لوبی کوونکي باید د توپونو لپاره پیسې ورکړي (100 کرون د 500 توپونو قیمت ده).

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto