Hvalstad IL Buegruppe

Leder: Wim Dekeyser
Telefon: 93235636
Kontaktperson: Wim Dekeyser
Telefon: 93235636

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Bueskyting

تیر اندازي یو ډول سپورټ دې چې په هغه کې د تیر او کمان په واسطه نښه یا هدف ویشتل کیږي. کمان په اصل کې یو قدیمی سلاح ده چې د ښکار او یا په جګړه کې د زرگونو کلونو په ترڅ کې کارول شوې ده. ننې ورځ کې کمان په اکثریت په زړه پورې لوبو او رقابتي لوبو کې کارول کيږي. تیر اندازي د المپیک یو په زړه پورې لوبه هم ده.

بعضی کمانونه د ساده لرګیو څخه جوړ شوي دي او یو مخیز دي او په داسې حال کې چې عصری او مدرن کمانونه اکثراً دوه مخیزه وي. تیرونه اکثراً له اوسپنې او پلاستیک څخه جوړ شوي دي. کله چې په تیر او کمان ویشتل کیږي نو تیر د کمان د تار په مینځ کې ایښودل کیږي او د شهادت او غټې ګوتې په واسطه نیول کیږي او تار د ځان په طرف را کش کیږي. کله چې تار خوشې کیږي تیر له کمان څخه خوشې کیږی او د هدف په خواه ځي. د تیر اندازي د سیالیو مختلفه شکلونه موجوده دي، په میدان کې تیراندازي، ښکار او په ساحه کې تیراندازي. د میدان په تیراندازی کی هدف یو گرد او دایروی قرص ده چې د لسو مساوی دایرو باندې تقسیم شوې ده او هره وړه دایره د یو ټکي لرونکي ده او د یو څخه تر لسو پورې په نښه شوي دي. او د هر یو ټکي په نښه کول او ویشتل ځانته نمره لری. کله چې غواړې د تیر او کمان په واسطه ویشتل وکړې د سکي د ویشتلو په شان ده لوبه کې فکری تمرکز او ښه دقت ډیر ضروری ده.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto