Hurum Sportsskytterklubb

Leder: Terje Vernly
Telefon: 982 28 173
Kontaktperson: Terje Vernly
Telefon: 982 28 173

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Skytterlag

د ویشتلو په ټیم کې هر کس ته دا فرصت تر لاسه کوی چې د مختلفه فاصلو څخه په هدفونو ډزې کولو سره د نښه ویشتلو وړتیا تمرین وکړی. په ویشتلو کې، هلکان او نجونې په یوه ټولګي کې سیالي کوي، د بریالیتوب لپاره یو شان شرایط ورته تعین کیږي. دلته د ښې نتیجې تر لاسه کولو لپاره د ښه فکری تمرکز او روانی صحت ځانګړتیاوې ضروری دي.

دلته د ویشتلو ډیری په زړه پوري تمرینونه شتون لري او ددې ترڅنگ تاسو به په میدان کې ویشتلو سیالې، د سکي وهلو د ځاې کې د ویشتلو سیالې، د ځنګل منډلاره کې د ویشتلو سیالې، د ګړندی فیلډ و ویشتلو سیالې او د پوښل شوی ځاې کې دننه و ویشتلو سیالې ډولونه دي چې تاسو به یې د ویشتلو په ټیم کې سره مخ شی. په تمرینونو کې، تاسو د ښی یا وړو کالیبر ټوپک سره ډزې کوئ او محدوده ساحوی ډزې او په یو خط سره ډزې اصلي فعالیتونه او تمرینونه دي. ساحوی ډزی په ثابت میدان کې د هغه کسانو لپاره چې عمر یی له 18 نه کم او د 65 څخه ډیر وی د 100 مترو په فاصله کې ډزې کوی او پداسې حال کې چې لوړ پوړي شوټران په 200 یا 300 مترو کې ډزې کوي. د ډزو لپاره ټاکل شوي هدفونه ګردي دي او د 1 نه تر 10 پورې نمرې لري. د فیلډ ډزې په ازاده ساحه کې په مختلف فاصلو کې د مختلف اجسامو پروړاندې ترسره کیږي. د ژمي په نیم کال کې، د ساحې د ډزو سیالۍ ترسره کیږي، پداسې حال کې چې اوړی په نیم کال کې د ډزو د رینج ډزو لپاره وقف شوی ده. د ویشتلو په ټیم کې، په خوندیتوب باندې ډیر ټینګار کیږي او ښوونکي به تل حاضر وي او ډاډ ترلاسه کړي چې د خوندیتوب مقررات په هر وقت مراعات شي.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto