Asker Skiklubb - Alpint

Leder: Thomas Ruud
Telefon: 997 18 849
Kontaktperson: Thomas Ruud
Telefon: 997 18 849

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Alpint

الپین د سکیینګ لپاره یو عام اصطلاح ده چې په پراخه توګه د سکي په سپورت کې کارول کیږی چې په سرشیوه ځمکه باندی چلول کیږی او د سکي د موزو څخه چې په سکي باندی نښتي وي پیژندل کیږي. دا ډول سکي د نورو سکي لوبو څخه لکه لانگ رنگ او سکي هوپ یا خیز وهل توپیر لري چیرته چې د موزې پونده کیدای شي چې ښکته شي. د سکي ټولنې د سکي سپورت یې په جیګو غرونو کې پیل کړ چې په دې توګه د سکي مڼډه په سرشیوه یا تالنده کې سرته ورسیږي. د سکې لاره د یو شمیر دروازو او مانعو سره سمباله ده چې لوبغاړي باید د هغو څخه تیر شي او ځان هدف ته ورسوي. حرکت او توازن ساتل په دې لوبه کې ډیر مهم دي.

دا د امکان تر حده په ګړندي توګه لاندې هدف ته ځان رسول دي، او هغه لوبغاړی چې دا په لنډ ممکن وخت کې سرته ورسوی د سیالې گټونکې بلل کیږي. ګړندې والې ددې لپاره په خاصه توګه مهم او ضروری ده. په الپین کې ډیری بیلابیلې څانګې شتون لري، چیرې چې ځینې خورا مشهور یې شلالوم او او سوپر - G دي. دا څانګې یو بل ته ورته دي او دواړه داسې سرته رسیږي چې لوبغاړې په سرشیوه ځاې کې چې د گولایي ګانو لرونکې وي او لوبغاړې په کړندې توګه ځان هدف ته ورسوي. توپیر ددو تر مینځ دا ده چې په G - سوپر کې دروازې د یو بل څخه ډیر واټن لري او ددې تر څنگ تپه هم اوږده ده. د سیالیو لپاره هم کوچنې او هم لويې سیالې ترسره کیږي چې هر څوک کولاې شې چې په کې ګډون وکړي، او ددې تر څنگ هرڅوک کولاې شي چې هم شلالوم او هم سوپر - G لوبه او د الپین د نورو څانګو لوبول هم کولاې شي سرته رسولي.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto