لیکرنګ او ډانسرنګ له فولک نڅا سره تړلې ټولنې دي. فولک نڅا هرې هغې نڅا ته وايي چې له یوه ځانګړي فولک کلتور سره تړلی وي. دا د دواړو کلیوالو ټولنو او فارم ځوانونو ټولنو مهمه برخه ده، او د فولک موسیقۍ سازمانونه د فولک نڅا کورسونه هم لري. د لیکرنګر موخه دا ده چې د فولک نڅا کلتور چې سلګونه کلونه پخوا تاریخي ریښې لري، پر مخ یوسي او وده ورکړي.
فولک نڅا په ځايي کلتوري ټولنو کې پیدا شوه، چې نڅا په کې د خاصو محفلونو په خاطر ترسره کېده یا د لمانځنو او تفریح لپاره. ملي نڅاګانو یا قومي نڅاګانو ته هم فولک نڅا ویل کېږي. فولک نڅا یو فزیکي فعالیت دی چې یو هنري بیان لري، او د ټولنیز فعالیت یو دود ګڼل کېږي. که د نڅا له یوې ډلې سره یوځای شوئ، تاسو کولی شئ په سفرونو ولاړ شئ او په فیستیوالانو او پروګرامونو کې ګډون وکړئ او په ترڅ کې یې کولی شئ د نڅا له نورو ډلو سره هم ووینئ. تاسو په فولک نڅا کې سیالي هم کولی شئ، دغه سیالي د (کپلیک) په نامه یادېږي چې د مختلفو فولک موسیقۍ او فولک نڅا ډلو لپار یو ډول ټورنمنټ یا سیالۍ دي.