NMK Notodden

Leder: Linda Meyer
Telefon: 913 06 994
Kontaktperson: Linda Meyer
Telefon: 913 06 994

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Motocross

موټرکراس یوه موټري لوبه ده په کومه کې چې موټربایکونه په ټاکل شویو غریزو لارو کې د منډې مسابقې کوي. د لارې سطحه هر ډول او ناهمواره وي، او ګڼ شمېر ټوپونه پکې شامل وي. د موټوکراس لارې تر 3 کلومیترو اوږدې وي او شاوخوا 8 میتره پلنوالی لري. په یو ساعت کې اوسط رفتار باید له 55 کلومیتره څخه زیات نه شي.

منډه په عمومي توګه په دوه برخو کې وېشل شوې وي، او په ډله ییزه پېلامه کې تر 40 ګډونوال وي. د منډې په اوږدو کې مسابقه کوونکو ته د بېلابېلو بېرغو اشارې ښودل کیږی، د مثال په توګه په دغو کې د سور بېرغ مانا ده چې ودرېږه او زیړ بېرغ د خطر ښودنه کوي او وایي په احتیاط سره وړاندې تګ کوه. موټوکراس د جسماني سیک او د ښه انسجام غوښتنه کوي. د موټوکراس یوشمېر ډولونه دي، په دوه ارابو (MX) او څلور ارابو دواړو کې. د ازاد ډول موټوکراس په ودانۍ کې دننه یوه بې سارې لوبه ده چې پکې په خاصه توګه جوړې کړل شویو لارو ځغل کیږی. نجلۍ او هلکان کولی شي چې په پنځه کلنۍ کې پیل وکړي.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto