نڅا د بدن تالنده یا ریتمیک حرکات دي چې د موزیک او یا پرته د موزیک څخه تر سره کیږي. د نڅا بعضې شکلونه ډیر جدي مقررات لري چې څرنگه شکل ومومي او په حین حال کې د نڅا نور شکلونه دي چې د نڅا د سرته رسولو په واسطه شکل مومي. که چیرته یو تن غواړي چې ښه ډانسر شي نو هم غږي، ارتجاعیت او د قوت درلودل په نڅا کې ضروري دي. نڅا هم یوه تفریحي فعالیت او هم یو سپورت ده، او یو ډیر شمیر مختلفه ډانسونه دي چې پرې مسابقې کیږي.
د صحنې نڅا د نڅا ټولګي د ټولو عمرونو زده کوونکو لپاره وړاندې کوي، له هغه ماشومانو څخه چې وړکتون ته ځي تر د ښوونځي ماشومانو / تنکي ځوانان او بالغ کسان پورې. د وړو کوچنیانو لپاره د ماشومانو نڅا او د ماشومانو هیپ هاپ هم موجوده ده. هغه ماشومان چې د ښوونځي عمر لرونکي دي د هغوې لپاره د مثال په توګه کلاسیک بالت نڅا، کلاسیک د پنجو د څوکو نڅا، د جاز نڅا، د صحنې نڅا، دیوا فوژن نڅا، مدرن او عصری نڅا، د راگه فوژن نڅا، د موزیک نڅا، د جاز صوتي لریکس ته نڅا، فیت او فلکس نڅا، هیپ هاپ نڅا، د کور نڅا، د نجونو د ستایل یا فیشن نڅا او د تیک تاک نڅا دي. مشخص وختونه په پسرلي کې د نڅا د صحنې لوې نمایشونه دي چې د عسکر [Asker] په کلتوري کور کې د مې د میاشتې په آخری اونئ کې ترسره کیږي. دلته زمونږ ټول زده کوونکي چې په ښونځي کې هر عمر لري او د پینځه برخو څخه گډون کوي او نمایش سرته رسوي. د نڅا د کورسونه ته تاسو ته هرکلې وایو!