Asker Seilforening

Leder: Espen Guttormsen
Telefon: 404 06 870
Kontaktperson: Calle Andersen
Telefon: 915 51 380

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Seiling

کله چې یوه وسیله د باد په واسطه په حرکت راشي نو دې ته بیړې چلول وایی. اکثراً کله چې سیلنگ په هکله خبری کیږي نو هدف بیړئ چلول دي مګر د اوبو په امواجو باندی په تخته لوبه کول، سرف ، په ولاړه پارو وهل او پتنګ جګول هغه څانګې دي چې د ناروې د سیلنګ فدراسیون لاندې تنظیم شوي.

سیلنگ د بیړې سره کیدای شي چې په مختلفو طریقو سرته ورسیږي. ډیر معمولی شکل یي دا ده چې د وړو بیړیو سره کوښښ وکړ شي، خصوصاً هغه ماشومانو ته چې عمر یې د 15 کلونو څخه کم وي. جوله [Jolle] یو ډول کوچنې بیړې ده چې په کې یوازی بیړې چلونه کیږي. سیل پورت [Seilport] کښتۍ چلونې سیالي ته وایی او یا ورته سیلینګ او ریګاتاس هم ویل کیږي، چیرې چې په مختلفو څانګو کې د مختلفو کښتیو سره، یوازی او یا په ټیمونو کې، سرته رسیږي. د سیالیو شکلونه یې سمندري چې په لوی سمندر کې تر سره کیږي، د چکر - یا اوږد واټن کښتې چلونه، یا ساحل ته نږدې یا په جهيلونو کې د کښتۍ د تګ لاره او داسی نور. په کښتۍ د چکر وهلو لوبه د ساحل په اوږدو کې یا نورو هیوادونو او براعظمونو ته خورا مشهوره ده. دواړه ماشومان او لویان کولی شي د کښتۍ چلونې زده کړه وکړي. په ناروې کې د کښتۍ چلونې ډیری اتحادیې د کښتۍ ډنګیزونه لري چې دوی د دوبي ښوونځیو، کورسونو او هم د پورونو لپاره کاروي تر څو هغه کسان چې غواړي د کښتۍ چلونې هڅه وکړي دي.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto