Asker Røde Kors - Hjelpekorps

Leder: Maria Elionor Erma Møller
Telefon: 469 37 133
Kontaktperson: Asker Røde Kors Hjelpekorps
Telefon: 952 42 221

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Røde Kors - Hjelpekorps

د ناروی سور صلیب یو ملي غیردولتي سازمان دی کوم چې د رضاکارۍ پر اساس جوړ کړل شوی دی. سور صلیب د ګردې نړۍ په ګڼ شمېر هېوادو کې ښه قایم کړل شوی دی، او ټول ملي سازمانونه ورته قاعدې، هدفونه او نښانونه شریکوي. د سور صلیب هدف درد او ځور تشخیصوي، تداوۍ یې کوي او تنظیم یې کوي او په هغه بېړنیو وضعیتو کې مرسته کوي چې خلک د هغې قرباني شوي وي.

سور صلیب د دې لپاره هم کار کوي چې د فرد لپاره درناوی لا ښه کړي. راز راز اقدامات او ابتکارونه په کار اچول کیږی د دې لپاره چې سور صلیب د دې هدف ترلاسه کولو جوګه کړي. په ناروی کې سور صلیب د ټولنې د پاملرنې یو شمېر فعالیتونه پیل کړي دي د دې لپاره چې ټولنیزې ردونې پرضد مبارزه وکړي، د کوچنیانو لپاره خوندي او ټینګ چوکاټونه تولید کړي دې لپاره چې شخړه او تېري کې ژوند وکړي او مبارزه وکړي. برسېره پر دې سور صلیب د په محلي ټولنه کې د امنیت او د تصادف په فعالیتون کې برخه اخلي د دې لپاره چې کله پېښې رامنځته شي نو د زخم مخنیوی وکړي او راټیټ یې کړي. سور صلیب یوه بېړنۍ تصادفي ډله هم لري کومه چې په ډېر لنډ وخت کې هم فعالېدی شي او چیرته چې اړتیا وي مرسته چمتو کولی شي. د ناروی سور صلیب په ملي کچه د ښوونځایو او وړکتونو لپاره داسې پروګرامونه چلوي کوم چې د هغه اصولو په اړه مالومات خپرول په هدف کې نیسي پر کومو چې سور صلیب کار کوي.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto