Notodden Barne og Ungdomsteater

Leder: Ingvild Birkeland
Telefon: 480 30 517
Kontaktperson: Cecilie Lerstang/ Tone Cronblad Krosshus

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Barne og ungdomsteater

د تیاتر تولید د متنو او فعالیتو په وسیله اورېدونکو ته یوه کیسه بیانوي. د تیاتر په ډرامه کې اکټ کوونکو ته د کولو لپاره نقش ورکول کیږی. ځینې ډرامې د بې چمتووالي موقع ورکوي، نورې د اکټ کوونکو څخه دا غوښتنه کوي چې له مخه لیکل شوي متنونه او پېښې یادې کړي کومې چې پر دریځ کیږی.

د تیاتر په ډلو کې کوچنیان او ځوانان په عمومي توګه د اونۍ په اوږدو کې په یو شمېر شپو کې د تمرین لپاره سره ویني. د لویانو لپاره هم تیاتر ګڼ شمېر ډلې هم دي – کومې چې ډرامایي ټولنې او دې ورته نامو سره بلل کیږی. په یو کال کې یو یا دوه تولیدات وړاندې کول عادي کار وي. تیارۍ جامع وي او د خپل ځان څرګندولو لپاره ګڼ شمېر موقعې وي، برسېره پر اکټ کولو. برخې لکه رڼا، د دریځ منظره، ځان سمبالونه، کالي، غږ او ځانګړي اثرات د هغه شیانو له ډلې څخه یو څو دي کوم چې څوک د تیاتر د ډلې سره شریکولی شي. د ډلې د همکارۍ او د ځان باوريتوب جوړولو لپاره ډرامه او تیاتر د زده کړې عالي وسیلې دي.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto