Little Steven's Blues School

Leder: Jostein Forsberg
Telefon: 915 24 503
Kontaktperson: Audun Haukvik / Mari Beate Sannes
Telefon: 41312242

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Little Steven's Blues School

آیا تاسی یو ځوان یي چی موسیقی ته لیوالتیا لری؟ ایا تاسی سندری وایي او یا د موسیقی کومه آله غږوی؟ آیا تاسی په کوم یو ګروپ کی لوبیږی / برخه لری ؟ د وړوکی سټیوفن بلوز (Little Steven's Blues ) ښوونځي به اوس ددې نوښت په منځ ته راتګ او وده کې برخه واخلي، له همدی کبله اوس د ښونځی نوم د وړوکی سټیوفن بلوز ښوونځي ته بدل شوی . د مونږ لمړی سیمینار لپاره هدف ګروپ هغه ځوانان دی چی له ۱۳څخه تر ۱۸ کلنو پوری عمرونه لری ، او د دوهم سیمینار لپاره عمر ګروپ هغه کسان دی چی له ۱۹ – ۲۶ کلونو پوری عمرونه لری.

بنډ کمپ (Band Camp ) د بنډ او کورپس (ډله ایز موسیقی) موسیقی کارانو لپاره چی د موسیقی آلاتو په غږولو ابتدایي پوهه ولری مناسب ده . دا ممکنه ده ، که چیری تاسی انفرادی سندرغاړی یاست او یا په یوه ډله کی یاست ، کولای شی سمینار ته د ګډون غوښتنه وکړی . ټول ښوونکي ماهره، مسلکی موسیقی کاران دي چې پراخې تجربې لري، هم د سرک پر مخ او هم په ستودیو کې. ټول د تدریس اعتبارلیکونه لري او له بنډ کمپ سره هم تجربه لري. که څه هم د مونږ تمرکز په متقابل عمل باندی ده ، تاسی که چیری وغواړی دا امکانات لری چی انفرادی درسونه ولری. د مطالعې نور برخی عبارت دی له د سندرو لیکنه، د موسیقي سوداګرۍ په عمومي توګه او د موسیقۍ تعلیم ورکول دی.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto