Vardåsen Barne og Ungdomskor

Leder: Yngvild Wattum Stuksrud
Telefon: 66754090
Kontaktperson: Yngvild Wattum Stuksrud
Telefon: 66754090

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Kor

چویر د سندرغاړو یوه ډله ده چې ګڼې سندرې وايي، یا په یوځای ډول (یونیژن) یا په ګډه (هارمني). کومې سندرې چې دوی وايي هغو ته ډېر کله چورل ویل کېږي. که یو چورل په یونیژن ډول وویل شي، نو په دې معنا ده چې په چویر کې هر یو کس په عین پیچ یا غږ سندره وايي، په داسې حال کې چې په هارمني کې ګڼ غږونه په مختلفو پیچونو یا لوړوالي او په عین وخت کې سندره وايي.

یو چویر عموما اته غړي لري. تر دې کوچنیو ډلو ته ډېر کله غږیزې ډلې (ووکل ګروپز) یا (اینسیمبلز) ویل کېږي. یو چویر کولی شي د موسیقۍ له آلاتو یا له هغوی پرته سندرې ووايي، چې دا د موسیقۍ ډول پورې اړه لري. په ډېرو چویرونو کې یو کنډکټر یا لارښونکی وي چې چویر ته لارښونه کوي، تر څو هغوی وپوهېږي چې سندرې باید کله پیل او کله ختمې کړي، کله خپل غږ جګ او کله ټیټ کړي. کنډکټر په مختلفو غږونو کې ټرانیزیشن یا بدلون ته هم اشاره کوي. چویر ګڼ ډولونه لري هم د هر عمر ماشومانو لپاره او هم د لویانو لپاره، او په هر ژانر کې. په چویر کې سندرې ویل یو ټولنیز فعالیت دی، او ډېر چویرونه په سفر ځي، فیستیوالانو کې ګډون کوي او د نندارچیانو لپاره کنسرتونه ترسره کوي.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto