Asker Svømmeklubb

Leder: Kari Salvesen Mørk
Telefon: 66 84 83 72
Kontaktperson: Mette Hustoft
Telefon: 412 91 870

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Svømming

د مسابقې لامبو وهنه په سترو نړیوالو لوبو کې یوه لوبه ده، په کومه کې چې لامبوزن د لامبو په ډنډه کې له مخه ټاکل شویو واټنو کې تر ټولو چټک راتللو لپاره مسابقه کوي. د لامبو زیاتره مسابقې انفرادي مسابقې وي او د لامبو یو شمېر ډولونه کارول کیږی لکه په خاړپوسو تګ، شاته لاسونه وهل، بټرفلای، او بریسټ سټروک او د دې ټولو ګډوله، په کومه کې چې په یوه مسابقه کې دا ټول یوځای کړل شوي وي.

د لامبو ډنډې تر 28 درجې سانتي ګریډ تودول کیږی. د کوچنیانو لپاره ځانګړي ډنډان وي او د هغو لپاره ژور ډنډان وي څوک چې مشران وي. ډنډان له 40 سانتي میترو څخه نیولي تر 4 میترو ژور وي. هغه تنان چې لامبو نه شي وهلې د ښوونکو په وسیله روزل کیږی. لامبو یوه ډېر زیات ګټور جسماني فعالیت دی، ځکه چې دا د ټیټ اغېز فعالیت دی او په دې لوبه کې ډېره کمه ژوبله رامنځته کیږی. د کوچنیانو د لامبو په روزنه کې نه یوازې لامبو شامل وي، لیکن د نورو لوبو، د اوبو سره روږدي کولو او په اوبو کې کېدونکو نورو فعالیتو په وسیله دا نوره هم خوندور کولی شي.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto