Asker Judoklubb

Leder: Cristian Panea
Telefon: 45224821
Kontaktperson: Cristian Panea
Telefon: 45224821

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Judo

جوډو یو جاپاني بشپړ تماس لرونکی رزمی ورزش دی چې په 1882 کې د جوجوتسو [Jujutsu] څخه جیګورو کانو [Jigoro Kano] له خوا رامینځته شوی. په جاپاني ژبه کې "جو" معنی "نرم" او "ډو" معنی "لاره" ده - په دی معنی چې"نرم لاره''. جوډو کې هیڅ ډول گذار او لغته وهل نشته، مګر د مخالف جانب د قوت څخه د هغه په مقابل استفاده کول دي. هدف دا دی چې مخالف گذار شی او یا وغورځول شي، او یا هم کلک ونیول شي او یا په بله طریقه له حرکت نه وغورځول شي. د جوډو لوبه په ولاړه پیل کیږي، مګر ډیری وختونه د ځمکني مسابقې په توګه پای ته رسیږي. په ولاړه د د مختلفه غورځولو او د پښو له تخنیکونه څخه کارول اخیستل کیږي، پداسې حال کې چې په ځمکه کې (یعنی کله چې په ځمکه راو وپرځول شو)، د کنټرول مختلف تخنیکونه کارول کیږي

په جوډو کې لوی او مهم شرطونه تخنیک، تعامل او همغږۍ ده. د وخت په تیریدلو سره کله یو تن عمر ډیر شي بیا په قوت، سرعت او تحمل باندې توجه او تمرکز کیږي. جوډو په ټوله نړۍ کې تمرین کیږي او د نړۍ 7 - ام لوی المپیک سپورت دې چې د 20 ملیون څخه ډیر لوبغاړي لري او له 1964 کال څخه را په دې خوا د المپیک سپورت یو برخه گرځیدلې ده.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto