Rauland musikkorps

Litt om Musikkorps

 

د موسیقۍ ډلې یا کور د موسیقۍ هغه ډلې یا ارکسترې دي چې د هغې غړي د موسیقۍ راز راز الې غږولی شي. هر څوک کولی شي چې د موسیقۍ په ډله کې کومه اله غږول زده کړي، او په غونډو او دورو کې ګډون وکړي. تاسو باید د موسیقۍ ګڼ شمېر ډلې ووینئ چې د می پر 17 مه او پر نورو خاصو رخصتیو په کوڅو کې په موسیقۍ کې ګډون کوي. دغه موسیقاران رنګارنګ یونیفورمونه اغوندي کله چې دوي په سازینه کې خپله اله غږوي.

د موسیقۍ په ډلو کې موسیقاران د باد او ضربي الات غږوي. د دغې الاتو ګډوله یوه په زړه پورې موسیقي تولیدوي. د موسیقۍ په ډله کې د باد راز راز الات کارول کیږی. د باد الات هله غږ پېدا کوي کله چې موسیقار په دغه اله کې پوکی وکړي. ډولونه او غږیز پتري نمونه یي ضربي الات دي. هر څوک کولی شي چې د موسیقۍ په ډله کې ګډون وکړي. د ګډون کولو څخه دمخه دا اړینه نه ده چې ته باید د موسیقۍ د لوستلو وړتیا لرې. په زیاتو وضعیتو کې ته کولی شې چې د موسیقۍ له ډلې څخه الات قرض واخلې.

Kontakt Rauland musikkorps

Leder: Leif Isaksen
Telefon: 9178 8259
Mail: leifedvard@gmail.com
Kontaktperson: Leif Isaksen
Telefon: 9178 8259
Mail: leifedvard@gmail.com