Kjekstad Golfklubb

Leder: Bjørn Lohne
Telefon: 920 20 314
Kontaktperson: Kjekstad Golfklubb
Telefon: 312 97 990

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Golf

ګلف یو سپورت دی چې پکې یو کوچني توپ په یوه شنه میدان کی آخوا دېخوا وهل کیږی او کوښښ کیږئ چی هر څومره چی ممکن وی توپ لږ ووهل شئ. په معموله توګه میدان ۱۸ سوری لري ، خو ممکنه ده چی د ګلف لوبه په کوچني میدانونو کې چی ۶ او یا ۹ سوری لری تر سره شی. له مختلفو ډنډو څخه کار اخیستل کیږئ ترڅو توپ مختلفو سوریو ته ورسول، داسی چی توپ له یوه اوږد وار سره وهل کیږئ ، توپ لومړی په هوا کی ځی او وروسته ځمکی ته د لوبۍ کوچني ساحه کې چی واښه یی لنډ ریبدل شوی وئ چی ( puttinggreen ) نومیږئ راښکته کیږئ . د سوریو ترمینځ د اوبو بیلابیل خنډونه او د شګو بنکرونه رامینځته شوي ترڅو د لوبغاړو لپاره کار ستونزمن کړي. په وړي شنۍ ساحۍ ( puttinggreen ) کی ، لوبغاړی توپ ته یو وار ورکوی او توپ د ځمکې په مخ رغړی او سوري کی لوړیږي. د هرې سوري لپاره ، لومړی وار له سوري څخه له یوه ثابت واټن څخه کیږئ ، کوم چې له سوري څخه له ۱۰۰ څخه تر ۵۵۰ مترو پورې واټن لری. د هرې سوري پر سر یو بیرغ ولاړ وئ چی د سوری موقعیت په نښه کوئ. توپ معمولا مخکی له دی چی ووهل شی په یوه کوچني لرګي باندی جګ ایښودل کیږئ. وروسته له لومړي توپ وهلو څخه توپ په دوام داره توګه ترهغې پورې وهي چې سوري ته ولوییږئ ، څوک چې په مجموعي توګه توپ تر سوری پوری لږ ووهئ ، لوبه ګټي.

ګالف یو خورا ټولنیز سپورت دی چیرې چې تاسو بدن ښه تمرین ترلاسه کوئ ، او ددی تر څنګ کله چی تاسی لوبه کوئ ډیر ښه خلک وینئ. دا لوبه هم د ماشومانو لپاره او هم د لویانو لپاره خورا ښه لوبه ده. د ګلف د لوبۍ د قواعدو زده کول اسانه دي. د ګلف لوبه کولی شي په انفرادي ډول یا د ټیم کی ترسره شئ.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto