Gui SK - Håndball

Leder: Jon Endre Nilsen
Telefon: 414 70 671
Kontaktperson: Jon Endre Nilsen
Telefon: 414 70 671

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Håndball

هینډبال په ودانۍ کې دننه یوه لوبه ده، چې پر یوه داسې پیچ کیږی چې دواړه سرو ته یې ګولونه وي. دوه لوبډلې لوبه کوي، او هدف یې دا وي چې د مخالف پرضد تر ممکن حده زیات ګولونه وکړي. هره یوه لوبډله اووه لوبغاړي لري، یو د دوي نه پکې ګول ساتونکی وي او پاتې شپږ پر پیچ موجود وي.

هینډبال د لاسو په کارولو سره لوبول کیږی. د ګول په ساحه کې ساتونکی کولی شي چې د خپل د هرې یوې برخې په کارولو سره توپ ودروي. توپ د لوبډلې د غړو ترمنځه ویشتل کیږی. هغه لوبغاړی چې توپ یې په ولکه کې وي کولی شي چې د توپ ویشتلو یا بیرته غوزارلو لپاره درې قدمونه واخلي. هینډبال یوه چټک خوځښت کوونکې لوبه ده، او لوبډلې په دوامداره توګه له برید څخه ساتنې ته تغیر کوي. لوبه په دوه نیمو برخو کې وېشل کیږی. هره یوه نیمه برخه د دېرشو دقیقو وي. ترټولو زیاتې نومرې ترلاسه کوونکې لوبډله مسابقه ګټي او په لړۍ کې دوه نکتې ګټي.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto