Asker Skøyteklubb

Leder: Pieter Paul Furnée
Telefon: 466 60 864
Kontaktperson: Pieter Paul Furnée
Telefon: 466 60 864

 

Jeg vil bli kontaktet av aktiviteten

Skøyter

سپورتي سکيټنګ ګڼ او مختلف ډولونه لري. تر ټولو عام ډول کې یې سرعت لرونکی (سپیډ) سکیټنګ، د لنډ واټن سکیټنګ او د شمېر یا فېګر سکیټنګ. په سرعت لرونکي سکیټنګ کې، سیالان له یو بل سره په دننه چاپیریال کې د کنګل پر یوه میدان یا بهر چاپیریال کې پر کنګل پوښلو لارو سیالي کوي. د سکیټنګ لوبو کې انډول او همغږي مهم دي.

په سرعت لرونکي سکیټنګ کې، ګډونوال په جوړو کې او په دوو کتارونو کې په یوه 400 متره سکیټنګ اوول (بیضوي میدان) کې د سکیټنګ سیالي کوي. کوم لوبغاړی چې د پای لیکې ته لومړی ورسېږي ګټونکی بلل کېږي. د لنډ واټن سرعت لرونکي سکیټنګ کې، ګډونوال هلمټ په سروي او له دستکشو او د زنګونو له ساتونکو وسایلو څخه کار اخلي ځکه د لوبې پر مهال لوبغاړي ډېر کله له یوه او بل سره په فزیکي ډول نږدې کېږي. فېګر سکیټنګ د سکیټنګ داسې لوبه ده چې انفرادي کسان یا جوړې په کې د کنګل په یوه میدان کې ټوپونه، پېروټوس (چټک څرخ وهل) او نور ورزشونه ترسره کوي. په دې لوبه کې په عمومي ډول موسیقي هم وي. هلکان او نجونې کولی شي له 6 کلنۍ څخه د سکیټنګ لوبو کې ګډون وکړي.

Velg språk

Aktuelt språk: Pashto