Notodden Turlag

Litt om Turlag

 

پر غرو ختلو سازمانونه او کلبونه د هر چا لپاره خلاص وي چې غړیتوب پکې ترلاسه کړي، او د دې هدف دا وي چې ساده له ودانۍ څځه بهر د ساتېري فعالیتونه ترتیب کړي په کومو کې چې د چاپېریال پاملرنه مرکزي موضوع وي. له ودانۍ څخه بهر فعالیتو دغه مانا ده کومه چې دا مانا لري – یو انسان خپل اوزګاز وخت له ودانۍ څخه بهر د جسماني فعالیتو لپاره کاروي، په کومو کې چې د ناروی د کلیوالو سیمو په ښکلا کې دا راز فعالیتونه شامل دي لکه پلي تګ، پر غرو ختنه، کشتۍ چلونه، د سکي چکرې، او سایکل چلونه.

د کلب یا سازمان د غړي په توګه به تا ته ډېرې موقعې ترلاسه وي چې په هغه په زړه پورې چکرو کې برخه واخلې چې ټولنیزې تجربې پکې کیږی او تر ټولو زیات دا چې د ساراني ځناورو او بوټو په اړه ستاسو پوهه زیاته کړي. کلبونه د یو کال په اوږدو کې د ناروی پر مځکو کې ګڼ شمېر پلی تګونه ترتیبوي ځینې پکې د شپې پاتې کېدو ته هم اړتیا لري. د چکرو مخکښان تجربه لرونکي لارښودان وي، کومو چې هر څه له مخه مطرح کړي او تنظیم کړي وي. د ناروی سازمانونه او کلبونه یو شمېر کورسونه هم تنظیموي په کومو کې چې ټولو خلکو ته د ګډون کولو بلنه ورکول کیږی. په دا راز کورسو کې ختنه، د نخشې او کمپس روزنه او په یقیني توګه لومړۍ طبي مرسته هم شامل وي.

Kontakt Notodden Turlag

Leder: Silje Brokke
Telefon: 93683833
Mail: silje.brokke@dnt.no
Kontaktperson: Ottar Kaasa
Telefon: 971 22 481
Mail: ottar.kaasa@gmail.com