Notodden EL-Innebandy

Litt om EL-Innebandy

 

ایل-فلوربال یوه تغیر کړل شوې ډله ییزه لوبه ده کومه چې داسې جوړه کړل شوې ده چې د خوځښت د ناروغتیا بېلابېلو درجې لرونکي کوچنیان، ځوانان، او لویان جلبوي. لوبغاړي په خاصه توګه جوړې کړل شوې برقي چوکۍ کاروي او لوبې په ورزش ځایو یا د بازي ګرۍ په تالارو کې تنظیمولی شي.

لوبه په ودانۍ کې دننه یو بینډي پیچ کې پر یو داسې ډګر کولی شي چې 14 میتره پلن او 20 میتره اوږد وي. د ایل-فلوربال هره ډله پر یو وخت پر پیچ 3 لوبغاړي لري، په دغو کې یو د ګول ساتونکي په توګه فعالیت کوي. دا د ګڼ شمېر لوبغاړو لپاره یوه ډله ییزه لوبه ده. همکاري، منسجمه هڅه او د لوبې خوشالي د دې لوبې مهم اړخونه دي. د دې لوبې قاعدې د عامې هاکۍ قاعدو ته ورته دي. تاکتیکونه او ورزشونه فټ بال او هینډبال ته ورته دي. لوبغاړي دغه چوکۍ د یوې جوی سټیک په کارولو کنټرولوي یا که چیرې د تطبیق وړ وي د یو داسې ملګري په مرسته کوم چې د چوکۍ شاته په خوئېدونکو تختو وي. د لوبو دغه برقي چوکۍ د لوبغاړو له خوا د لوړې درجې مهارت ته اړتیا لري. ایل-فلوربال یوه چټکه او په زړه پورې ډله ییزه لوبه ده په کومه کې چې یوازې دغه لوبه مهمه وي، ټولنیز اړخ هم یوه مهمه خاصه ده.

Kontakt Notodden EL-Innebandy

Leder: Tone Margit Ørvella Steinhaug
Telefon: 906 30 117
Mail: ton-stei@online.no
Kontaktperson: Gry Fuglestveit
Telefon: 990 38 207
Mail: gryblinger@hotmail.com