Notodden Backgammonklubb

Litt om Backgammon

 

بیک ګیمن یوه لرغونې لوبه ده کومه چې په عربي هېوادو او فارس کې شاوخوا 5000 کاله پخوا کولی شوه. دا د تختې لوبه د دوه لوبغاړو لپاره ده، هر یو پنځلس ټوټې لري کومې چې د چکې غوزارلو څخه وروستو خوځول کیږی. هغه لومړی لوبغاړی چې خپلې ټولې ټوټې له تختې څخه لیرې کړي بریالی وي.

لوبغاړي د تختې یو یو اړخ ته کېني او دا هڅه کوي چې خپلې ټولې ټوټې د تختې پورې ته خپل د مخالف طرف ته وخوځوي او بیا له تختې لیرې. د دې سره سره دغه لوبغاړی باید هرومرو دا هڅه وکړي چې خپل مخالف له دې منع کړي چې خپلې ټوټې د تختې راپورې اړخ ته د ده طرف ته ونه خوځوي. دا پرېښله نه ورکول کیږی چې داسې ډګر ته ټوټې وخوځوي چیرته چې د مخالف دوه یا ډېرې ټوټې پرتې وي. که چیرې یوه ټوټه یو داسې ډګر ته وخوځول شي چیرته چې د مخالف یوه ټوټه پرته وي، دغه ټوټه له تختې غوزار کړل شي او باید بیا له سره پیل وکړي. بیک ګیمن د ستراتیژۍ یوه لوبه ده، خو چکه غوزارل هم د لوبې یوه په زړه پورې برخه وي.

Kontakt Notodden Backgammonklubb

Leder: Morten Gjerde
Telefon: 906 42 900
Mail: mg@mortengjerde.com
Kontaktperson: Morten Gjerde
Telefon: 906 42 900
Mail: mg@mortengjerde.com