IL Ros - Basket

Litt om Basketball

 

باسکیټبال په ټوله نړۍ کې یوه مشهور تیمی لوبه ده. د باسکیټبال لوبه په یو میدان کې تر سره کیږئ چې ۲۸ متره اوږدوالی او ۱۵ متره سور لری. د میدان په هر پای کې د ځمکې څخه ۳،۵ متره لوړ یو ټوکرۍ / باسکیټ شتون لري. دوه ټیمونه ، په هر ټیم کی پنځه لوبغاړی یو د بل په وړاندی په ۴ میدانونو کی هر میدان ۱۰ دقیقی ، لوبه کوي. لوبغاړي د خپل لاسونو کاروي ترڅو توپ په ځمکه کې ووهئ ترڅو د خپل ځان له توپ سره یو ځای په میدان کی دننه حرکت ورکړي. سربیره پردې ، لوبغاړي یو بل ته پاس ورکوی او کولی شی د برید او دفاع لوبی ستراتیژي جوړی کړی.

هدف دا دی چې د لوبې تر پای ته رسیدو پوری ډیری نمری (ګولونه) تر لاسه کړی. لوبغاړي کولی شي دوه یا درې نمری ترلاسه کړي کله چې دوی توپ په ټوکری کې واچوی ، دې پورې اړه لري چې دوی توپ له کوم ځای څخه واروی. سربیره پر دی دوی کولی شي یوه نمره ترلاسه کړي که چیرې دوی د جزاېي توپ غورځونه کی توپ په ټوکری/باسکیټ کی واچوئ. سره له دی چې په باسکیټبال کې ډیر قواعد شتون لري ، خو بیا هم د لوبی زده کول نسبتا اسانه ده. دا لوبه ډیر تخنیکونه لرئ او ډیره ګړندۍ لوبۍ ده ، ډیری وختونه له ډیرو نمرو (ګولونو) سره ، کوم چې د لوبغاړو او لیدونکو لپاره جالبه وئ. یو زړه خبره ده چی وایئ د باسکیټبال لوبغاړي باید له فزیکي پلوه لوړ وسي. په نړۍ کې ډیری تکړه لوبغاړي "نورمال" لوړوالی لري. باسکیټبال د هرچا لپاره سپورت ده او کیدای شی دننه او یا بهر یی لوبه وشي.

Kontakt IL Ros - Basket

Leder: Bjarte E. Grostøl
Telefon: 917 12 847
Mail: begrosto@online.no
Kontaktperson: Bjarte E. Grostøl
Telefon: 917 12 847
Mail: begrosto@online.no