IL Ros - Badminton

Litt om Badminton

 

بیډمنټن یو تفریحی فعالیت دی چې د هغه لوبه په هر ځای کې کیدائ شی ، خو د بیډمنټن لوبه د سپورت په توګه یوازې د یوه هال په منځ کی تر سره کیږی. د بیډمنټن سیالی کیدای شی د یو ګونی لوبی په توګه ترسره شی یعنی (۱ د ۱ په وړاندې) یا دوه ګونی لوبه (۲ د ۲ په وړاندی ) . بیډمنټن د نړۍ یو ګړندی راکټ او دتوپ لوبه ده. د نړۍ ریکارډ اوس مهال ۴۹۳ کیلومتره په ساعت کې ده. د بیډمنټن لوبه په یوه ۱۳،۴ متر اوږد میدان کی ترسره کیږی ، په دی لوبه کی کوم تجهیزات چی کارول کیږی عبارت دی له یو ریکټ او یو کوچنی سپین فنری توپ څخه. دا لوبه داسی ترسره کیږی چی لوبغاړي توپ د یوه جالی یو او بل خوا ته ووهئ ، او کله چی توپ یو او بل خوا ته وهئ ، باید په ځمکه باندی ونه لږېږئ.

لوبه له هغه ځای څخه پیلیږي چی ورته سرویس ویل کیږي ، یعنی لوبغاړی لمړی توپ وهئ . کله چی توپ د لوبغاړو تر منځ رد او بدل کیږیئ هغه وخت ګټل شوی ګڼل کیږي کله چې مخالف لوبغاړی د توپ په بیرته راستولو کې پاتې راشي یا یې له میدان څخه یی بهر وباسئ. دواړه لوبغاړی کولای شی د هر توپ لپاره نمری ترلاسه کړی ، پرته لدې چې دا په پام کی وساتو چی سرویس د چا وه. هر څوک چې توپ وګټي سرویس ته ادامه ورکوی ، یعنی توپ به وهی. د بیډمنټن یوه سیالی درې میدانه وی او ۲۱ نمری لری ، هره میدان یاید لږترلږه له ۲ نمرو سره وګټل شی. هر چا چی ۳ میدانونو کی ډیری نمری وګټلی د لوبی ګټونکی ده. بیډمنټن ډیره آسانه لوبه ده ، یو کس ورسره په آسانی سره آشنا کیدای شی. په لوړه کچه ، بیډمنټن ستونزمه لوبه ده ، او له لوبغاړو څخه ډیر څه غواړئ لکه ډیره پیاوړتیا، قوت او چټیکتیا. سربیره پردې ، د لاس او سترګو همغږي هم ډیره اړینه ده، همدا رنګه تکتیکونه. ماشومان او د هر عمر خلک کولی شي د بیډمنټن لوبه وکړي.

Kontakt IL Ros - Badminton

Leder: Ola Bård Langlo
Telefon: 90 12 12 11
Mail: olabard@gmail.com
Kontaktperson: Kim Antonsen
Telefon: 93 41 61 65
Mail: kim-anto@online.no