Friskis & Svettis Notodden

Litt om Friskis & svettis

 

هیلدي اینډ سویټي (روغ او خولجن) یا څرنګه چې ځینې وخت فریسکیس اینډ سویټیس هم بلل کیږي، د ورزش کارانو یوه ټولنه ده چې په ګرد هېواد کې محلي برخې لري. یو تن کولی شي چې په ورزش ګا یا بهر په خلاص مېدان کې په ډله ییزه روزنه کې برخه واخلي. هیلدي اینډ سویټي (روغ او خولجن) د روزهې داسې غوراوې وړاندې کوي چې د ټولو لپاره وړ وي، آیا که څوک په کراره یا لوړه یون غواړي.

د هیلدي اینډ سویټي خیال دا دی چې دا د مسابقې لوبه یا ساتېری نه دی. د دې هدف دا باوري کول دي چې ټول ګډونوال د جسماني خوځښت خوشالي او د لا غوره روغتیا لپاره روزنه کولو هیله ولري. د دې سازمان هدف دا دی چې هر څوک په روزنه کې شامل کړي، آیا که ته له مخه په ښه جسماني بڼه کې یې او د سخت ورزش په لټه کې یې، یا ته د ورزش کرار، او کم دباو لرونکې بڼه خوښوې. نو همدغه وجه ده چې هیلدي اینډ سویټي د ګڼ شمېر خلکو خوښیږي، او د هر عمر ډلو لپاره وړ دی. دا سازمان په ودانۍ کې دننه ډله ییز ورزشونه، له ودانۍ بهر ورزشونه او چورلېدنه هم وړاندې کوي.

Kontakt Friskis & Svettis Notodden

Leder: Liv Heidi Settemsli
Telefon: 92499021
Mail: lhb.settemsli@notodden.kommune.no
Kontaktperson: Liv Heidi Settemsli
Telefon: 92499021
Mail: lhb.settemsli@notodden.kommune.no